ایکنانیوز د آستان نیوز له قوله راپور راکړ، دقدس رضوي آستان د قرآني چارو د مرکز مدیر حجةالاسلام سید مسعود میریان په دې باب ووئيل، ؛زه له قرآن سره مینه لرم؛ په نامې سره ملی طرحه، چې په هیواد کې دقرآن کریم د زده کونې ترټولو لوي انټرنیټي چینل حسابیږي، د ایران د متبرکه بقاَ او عتبات مقدسه دټولګې په ګډون سره لهدرو کلونو راهسې ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه ، په دغې ملي طرحې کې تراوسه پورې له درست هیواده ، ۷۸زره اته سوه درې کسان د ګډونکونکو په توګه جذب شوي دی چې په دوي کې کابو پنځلس زره شپږ سوه دیرش کسان د قرآن د لوستلو، تجوید الصلاة، د قرآڼ کریم د حفظ او مفاهیمو په څانګو کې د قرآن کریم له لومړۍ تر دیرشمې سپارې پورې د حفظ ګواهي نامې یا سندونه ترلاسه کړي دي.
میریان ووئيل، په دغې ملی طرحې کې د ګډون لپاره چې د ګواهئ سندونه ئې ترلاسه کړي دي،په ملی او مذهبی مناسبتونو کې دقرعه کشۍ با پچئ دستورې ترسره کیږي، او تراوسه پورې لس قرعه کشۍ ترسره شوي دي اوپه هرې مرحلې کې غوره کسانو ته نغدې پيیسې او د رضوي مقدس حرم تبرّک شوي ډالۍ ورکول کیږي.
هغه همداراز د تجروبه لرونکو استاذانو په وسیله د زده کړې پشتیباني،د ګواهئ د سندونو ورکول، د طرحې د ګډون کونکو ترمینځ د قرغه کشۍ ترسره کیدا او له اتو کلونو زیات عمر لرونکو عمومی مخاطبانو استفاده په دغې طرحې کې د ګډون کونکو امتیازونه وبلل.
https://iqna.ir/fa/news/4229506